نیتا امباني : د بې وزله جوړو په ودونو د زوي د واده هومره خوشاله شوې

MashaalRadio
MashaalRadio
207 بار بازدید - هفته قبل - مکېش امباني، چې د هند
مکېش امباني، چې د هند او اسیا تر ټولو شتمن کس دی، د خپل زوی اننت د واده په خوشالۍ کې د ۵۲ بې وزله جوړو ډله ییز ودونه کړي دي. د اننت امباني د واده په مناسبت سږ کال په فبرورۍ کې هم درې ورځني مراسم شوي ول چې پکې د امریکا د پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لور اېوانکا ټرمپ او د ټولنیزې شبکې مېټا د مالک مارک زوکربرګ په شمول د نړۍ سلګونو شتمنو خلکو، سیاستوالانو او هنرمندانو ګډون کړی وو. د اننت د واده د پای مراسم د جولای پر ۱۲مه پیلېږي. منور شاه د اې اېف پي او رویټرز اژانس له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.
هفته قبل در تاریخ 1403/04/17 منتشر شده است.
207 بـار بازدید شده
... بیشتر