په بنو کې د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ برید: ابتدايي معلومات

MashaalRadio
MashaalRadio
16.2 هزار بار بازدید - ماه قبل - د خیبر پښتونخوا په بنو
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جولای پر ۱۵مه، وسله والو سهار وختي له چاودېدونکو موادو ډک ګاډی د پاکستاني پوځ له چاوڼۍ سره جنګولی. چارواکي ادعا کوي چې په دې حمله کې تر اوسه يوازې د ښځو په ګډون د ولسي وګړيو د ژوبلېدو راپورونه دي. خو ځايي خلک وايي‌ چې چاودنه ډېره زوروره وه. تر لېرې یې ودانۍ لړزولې او د کورونو شیشې یې ماتې کړي دي. له چاودنې وروسته دغلته د ډزو اوازونه او د یو بلې وړې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی. سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې په چاوڼۍ کې دننه د وسله والو او پوځيانو ترمنځ نښته روانه ده ځکه امنيتي ځواکونو پوځي مرکز ته تلونکې ټولې لارې د عامو خلکو په وړاندې تړلې دي.
نور حال یې د عمر وزير په دې ویډیوي رپورټ کې وګورئ.
ماه قبل در تاریخ 1403/04/24 منتشر شده است.
16,228 بـار بازدید شده
... بیشتر