Mirwais Khan Hotak's House in Kandahar - د حاجی میرویس خان نیکه کور

shakir azizi
shakir azizi
29.7 هزار بار بازدید - 7 سال پیش - Mirwais Khan Hotak also was
Mirwais Khan Hotak also was known as Shah Mirwais Ghilji (1673 – November 1715), was an influential tribal chief of the Ghilji Pashtuns from Kandahar, Afghanistan, who founded the Hotak dynasty that existed from 1709 to 1738. After revolting and killing the Safavid Persian governor over the region, Gurgin Khan in April 1709, he declared the Loy Kandahar (Greater Kandahar) region in what is now southern Afghanistan independent. He is widely known as Mirwais Nika ----------------------------------------- میرویس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق یا ١٦٧٣م کال کی زېږېدلئ دئ . پلار یې ښالم خان نومېدئ چی د هوتکو د قوم یو منلئ مشر وو . مور یې نازو انا وه چی په پښتونولی یې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه . میرویس خان په زلمیتوب کی د وخت زیاتره مروجه علوم لوستی وه او وروسته په سوداګری بوخت وو . له خوراسانه به یې مالونههندوستان او د هغه ځایه به یې هیواد ته راوړل ، ګټه به یې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده . کله چی صفوی شاه حسین په ١١٠٦ هـ ق یا ١٦٤٩ م کی په ایران کی پاچا سو نو ګورګین یې چی په اصل کی ګورجی وو او اوس نوی مسلمان سوئ وو، کندهار ته د خپل حکومت د نماینده په توګه را ولېږه . ګورګین چی ډېر ظالم او بې رحمه سړی وو پر افغانانو یې ظلمونه پیل کړه . هیڅ څوک نه وو چی د دې بېګنا خلکو ناره دی واوری . د خلکو ږغ تر هیڅ ځایه نه رسېدئ او ډېر افغانی مشران د ګورګین له خوا ووژل سوه . نو د خلکو د امید سترګی یوازاې او یوازی میرویس خان ته وې . هغه وو چی د هغه څخه یې غوښتنه وکړه . د میرویس خان پوهی او قوی منطق نه یوازې ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ بلکی په ډېره درناوی یې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه . تر حج وروسته بیرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځایه یې ګورګین ته د مشورې ورکوونکی په توګه د مقررئ رسمی فرمان واخیست او کندهار ته راغئ . ګورګین په دې کار ډېر وارخطا سو او د میرویس خان څخه یې وغوښتل چی خپله لور د ګورګین زوی ته په نکاح کړی . میرویس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندی کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چی یوه بله ښځه به د میرویس خان د لور په نامه ورکړی او هغه به دغه راز ساتی . دا کار و سو او میر ویس خان څه نور هم د ګورګین دربار ته لار وموندله . د ملی پاڅون لپاره یې یوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه یې وکړه چی لوړی دی د بلوڅو ، ترینو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سی ، چی صفوی حکومت ته د مالیې ور کولو څخه ډډه و کړی هغو همداسی وکړه . ګورګین خپل شپږزره کسیږ لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ورپسې رهی سو او د میرویس خان څخه یې هم وغوښتل ، چی هلته ورسی . میرویس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه . د شپې یې پر ګورګین حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک یې له منځه یوړه . پخپله یې د ګورګین کالی واغوستل او د هغه د وژل سو پوځیانو کالی په خپلو پوځیانو واغوستل او د کندهار پر لور رارهی سول . هلته یې د ګورګین پاته پوځ له منځه یووړ ، هیواد یې د بېګانوو له لاسه خلاص کړ او د یوه خپلواک اولسی حکومت بنسټ یې کښېښود. ........................................... Link to Mirwais Khan Nika: https://en.wikipedia.org/wiki/Mirwais_Hotak ............ Copyright: This Video is from Hewad TV Kandahar: I am posting here to keep the historical archive (Only)
7 سال پیش در تاریخ 1396/10/26 منتشر شده است.
29,735 بـار بازدید شده
... بیشتر