چی امید په عمارت د دی دنیا کا...د عبدالرحمن بابا کلام...da abdurahman baba kalam

Zafar Khan sadiq
Zafar Khan sadiq
419 بار بازدید - پارسال - چی امید په عمارت د
چی امید په عمارت د دی دنیا کا د کاغذ په کشتۍ سیر د دریا کا د آسمان توسن هیچا نه دی تیرلی څوک به څرنګه سورلي د باد په شا کا نه لېوه په آدمیت اموخته کېږي نه امېد د مروت شي له افلاکا له فلکه د وفا امېد باطل دی کله دېو له آدم زاد سره وفا کا زمانه په اسلام کفر سمه ګرځي فرق د تور او د سپین کله نابینا کا فنا د دهر علامت په سترګو وليد په هر دم هزار پیدا هزار فنا کا هېڅ امېد مې د ایام په ګردش نه شي چې فرصت به په خپل دور و مارا کا په خپل عمر به هېچا لیدلې نه وي هغه چارې چې دی هر ساعت په ما کا که د ګلو دسته کېږدم په دستار کې شوم طالع می هلته خار ځنی پیدا کا که و زرو وته لاس کړم خاورې کېږي جدايي د خدای بلا شوه نه توانېږم خوشي زړه مې په دیدن پسې ژړا کا هومره صبر دی عاشق څخه له کومه چې د نن وعده موقوفه په فردا کا که د اور جامه راواغوندې دلبره په نظر زما جلوه لکه دنیا کا په خپل عشق کې که څوک بد راباندې وايي زه ګومان کړم چې همه زما ثنا کا ملامت به په عاشق خایی دا دستور دی چې روغ خلک په رنځور پورې خندا کا عاشقی ننګ او ناموس دیو بله لری په روښانه ورځ به څرنګه څوک غلا کا که زه طمع کړم د ګلو له طالع نه ما عاجز لره د ګل په ځای خار را کا که زه ځان ژغورم په عشق کې له عالمه زمانه می په جهان باندی رسوا که همېشه به په عالم کې وي سرخ رویه چې ثنا لکه بلبل د خپل آشنا کا دا ځواب رحمان هغه کا چې دولت وي که دلبر د دیدن مۍ پیاپي را کا
پارسال در تاریخ 1402/03/15 منتشر شده است.
419 بـار بازدید شده
... بیشتر