دوه شعرونه د شګیوال پرهیز | غږ او انځور | مینه روفی
153 بار بازدید -
2 ماه پیش
-
غزل تنګ په زندګۍ یم
غزل
تنګ په زندګۍ یم ساه مې بنده ده
رغړمه زندۍ یم ساه مې بنده ده
دار دی او جلاد دی ښه یې وينمه
بند يې په رسۍ يم سا مې بنده ده
ماته مکتبۍ جنۍ نن وويل
اوښکه يم،سلګۍ يم ساه مې بنده ده
څه پرې وکړم ډک موټی رانجه نن خورم
تېر مې له مرۍ یم ساه مې بنده ده
زه د يو چا بیا راتلو ته لار څارم
سم پسې جبۍ یم ساه مې بنده ده
نه دی رابرسېره چې يې وګورئ
زړه پر سر پولۍ یم ساه مې بنده ده
وخته ستا دجبر د بلها سره
غاړه او غړۍ یم ساه مې بنده ده
چوپ ښه يمه نور زه شګيوال پرهېز
موړ له شاعرۍ یم ساه مې بنده ده
**. ***. **
غزل
ورځ تر بلې بربادېږو دا څه حال دی
په سرو وينو کې لمبېږو دا څه حال دی
نه ګناه نه مو خطا کړې ده خدايه!
په خپل جرم نه پوهيږو دا څه حال دی
ورکوو فتوا د کفر په يو بل موږ
خپل مذهب کې نه جوړېږو دا څه حال دی
له ازله په کږو لارو روان یو
سم به نه شو نه سمېږو دا څه حال دی
يو کافر هم بل کافر چېرته مړ نکړ
نړيوالو نه شرميږو دا څه حال دی
مدرسه،ممبر، مکتب په اور کې سوزي
داسې ملک کې موږ اوسيږو دا څه حال دی
پټ دښمن دی ای پرهېزه شګيواله
اوس خپل سيوري نه ويرېږو دا څه حال دی
#MeenaRaoufi #ShagiwalParhez #Poem #Declaim
تنګ په زندګۍ یم ساه مې بنده ده
رغړمه زندۍ یم ساه مې بنده ده
دار دی او جلاد دی ښه یې وينمه
بند يې په رسۍ يم سا مې بنده ده
ماته مکتبۍ جنۍ نن وويل
اوښکه يم،سلګۍ يم ساه مې بنده ده
څه پرې وکړم ډک موټی رانجه نن خورم
تېر مې له مرۍ یم ساه مې بنده ده
زه د يو چا بیا راتلو ته لار څارم
سم پسې جبۍ یم ساه مې بنده ده
نه دی رابرسېره چې يې وګورئ
زړه پر سر پولۍ یم ساه مې بنده ده
وخته ستا دجبر د بلها سره
غاړه او غړۍ یم ساه مې بنده ده
چوپ ښه يمه نور زه شګيوال پرهېز
موړ له شاعرۍ یم ساه مې بنده ده
**. ***. **
غزل
ورځ تر بلې بربادېږو دا څه حال دی
په سرو وينو کې لمبېږو دا څه حال دی
نه ګناه نه مو خطا کړې ده خدايه!
په خپل جرم نه پوهيږو دا څه حال دی
ورکوو فتوا د کفر په يو بل موږ
خپل مذهب کې نه جوړېږو دا څه حال دی
له ازله په کږو لارو روان یو
سم به نه شو نه سمېږو دا څه حال دی
يو کافر هم بل کافر چېرته مړ نکړ
نړيوالو نه شرميږو دا څه حال دی
مدرسه،ممبر، مکتب په اور کې سوزي
داسې ملک کې موږ اوسيږو دا څه حال دی
پټ دښمن دی ای پرهېزه شګيواله
اوس خپل سيوري نه ويرېږو دا څه حال دی
#MeenaRaoufi #ShagiwalParhez #Poem #Declaim
2 ماه پیش
در تاریخ 1403/04/05 منتشر شده
است.
153
بـار بازدید شده