د کابل د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سبسټېشن پروژې پاتې چارې پیل شوې
847 بار بازدید -
3 ماه پیش
-
د کابل د ارغندۍ ۵۰۰
د کابل د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سبسټېشن پروژې پاتې چارې پیل شوې
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۸،۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د کابل ولایت د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سبسټېشن پروژې د جوړولو پاتې چارې پیل شوې.
نن د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې د یادې پروژې په تړاو د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو دغو مراسمو کې ګدون کړی و.
د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیعالله عابد رسنیو ته وویل چې نن د کابل ولایت ارغندۍ سبسټېشن د جوړولو پاتې چارې پیل شوې.
دی وایي، پر دې پروژې ۸،۶ میلیون امریکایي ډالره لګښت راځي او د یوه داخلي شرکت په پانګونې سره پلې کېږي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې د جوړولو چارې ۳۵ سلنه مخکې بشپړې شوې وې او پاتې ۶۵ سلنه چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
3 ماه پیش
در تاریخ 1403/04/07 منتشر شده
است.
847
بـار بازدید شده