د هېلمند اوسېدونکي وايي چې په هېواد کې بیروزګاري زیاته شوې ده
251 بار بازدید -
هفته قبل
-
د افغانستان په هېلمند ولايت
د افغانستان په هېلمند ولايت کې مزدوران له بې روزګارۍ او سختې ګرمۍ سر ټکوي. دوی وايي، اکثر وخت له ښاره، تش جېب او مایوسه کور ته ستنېږي. د دوی په وينا، په تېرو درو کلونو کې د خلکو اقتصاد ډېر خراب شوی چې له وجې یې د بیارغونې کارونه د پخوا په څېر نه دي نو ځکه څوک مزدورانو ته ضرورت نه لري. بلخوا ځينې مزدوران وايي چې که کار پيدا هم کړي، معاش یې کم وي چې د دوی د کورنيو ګوزاره ورباندې نه کېږي خو د مجبورۍ له امله یې په سخته ګرمۍ کې کوي. بشیر ګواښ د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی
هفته قبل
در تاریخ 1403/04/14 منتشر شده
است.
251
بـار بازدید شده