د غزې روغتون کې برېښنا نشتوالي له امله ماشومان مړه کېږي - بي بي سي پښتو، نړۍ دا وخت

BBC Pashto
BBC Pashto
20.8 هزار بار بازدید - 9 ماه پیش - په غزه کې روغتيايي چارواکي
په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي، په مرکزي روغتون کې یې د برېښنا پرې کېدو له امله ډېر ناروغان مړه شوي دي. د روغتیا وزارت - چې حماس یې اداره کوي - ویلي په مړو کې اوس له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان هم شامل دي چې انکیوبټرونه یا د ژوندي ساتو ماشینونه یې نور کار نه کوي. په غزه کې د ټولو روغتونونو ناوړه حالت په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي. دې نقشه کې تاسې د روغتونونو موقیتونه ګورئ. ملګري ملتونه وايي له ۳۶ څخه ۲۰ کار نه کوي. ترټولو لوی روغتون - الشفا دی - چې د روغتیا نړیوال سازمان په خبره په هېڅ ډول فعالیت نه کوي. داسې راپورونه هم شته چې وايي د غزې دوهم لوی روغتون - القدس - کې هم تېل نشته.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht




Subscribe for more videos: https://www.seevid.ir/c/BBCPashto?s...
Youtube: @bbcpashto
Like us on Facebook: Facebook: bbcpashto
Follow us on Twitter: Twitter: bbcpashto
Instagram: Instagram: bbcpashto
9 ماه پیش در تاریخ 1402/08/22 منتشر شده است.
20,845 بـار بازدید شده
... بیشتر