د الکوزي نوشابې د توليداتو له فابریکې څخه کتنه
148 هزار بار بازدید -
10 سال پیش
-
جمهور رئيس غني له هېوادوالو
جمهور رئيس غني له هېوادوالو وغوښتل چې له افغاني توليداتو څخه استفاده وکړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره شپه د الکوزي نوشابې د توليداتو له فابریکې څخه کتنه وکړه.
جمهور رئيس د دغې فابريکې له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او په خپلو خبرو کې يې له دغې فابريکې څخه د خپل کتنې هدف د افغاني توليداتو هڅونه وبلله او له هېوادوالو يې وغوښتل چې د خپل هېواد له محصولاتو څخه استفاده وکړي.
جمهور رئيس غني زیاته کړه، که څه هم نوموړی د شپې لخوا د چارو د څېړنې په موخه له بېلابېلو سیمو څخه کتنه کوي، خو نن شپه له نورو شپو نه په توپير سره له یوې فابريکې څخه ليدنه کوي چې د افغانانو لخوا جوړه شوې او افغاني محصولات په کې توليديږي.
محمد اشرف غني یاده فابریکه، د افغانستان د راتلونکي لپاره پانګونه وبلله او د الکوزي د فابريکې له څېښتن څخه يې له دې کبله مننه وکړه چې په حساسو شرایطو کې يې په خپل هېواد کې پانګونه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې یاده فابریکه د ۳۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د پانګونې پر مټ، د پيپسي نوشابه توليدوي، د دغې فابريکې توليدات په نړیوالو معیارونو برابر او ګڼ شمېر کارکوونکي يې افغان متخصصین دي.
----------
Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
Presidential Palace - ARG
Kabul, Afghanistan
Website: www.president.gov.af

در تاریخ 1393/08/20 منتشر شده
است.
148,008
بـار بازدید شده