bio of Gen. Abdul Raziq l جنرال رازق څوک وو؟

shakir azizi
shakir azizi
6.2 هزار بار بازدید - 6 سال پیش - Who was Gen. Abdul Raziq
Who was Gen. Abdul Raziq l جنرال رازق څوک وو؟

جنرال رازق کوک وو؟

کندهار په وینو سور دی او غم غم دی. دا په تاریخ کي لومړي ځل دی چی په ۲ ورځو کي د کندهار حوزه خپل ۳ لوړ پوړی جنرالان چي ولسي محبوبیت لری له لاسه و کړی.‌

د کندهار په تاریخ کی تر اوسه داسی نه وه پیښ‌ سوی چی کندهار دی والی، امنیه قومندان، د ملی امنیت ریس او حتی ښاروال هم ونه لری. ) د کندهار په پیښه کې د دغه ولایت تقریبا ټول عالي رتبه لومړی درجه کسان شهدیان سو او یا هم ډیر سخت ټییان دي

د کندهار په برید کي جنرال رازق تر ټولو مشهور او محبوب جنرال وو چي ټوله افغانستان یي‌ په مرګ غم جن دی.

جنرال رازق څوک وو او ولی دومره محبوب وو؟

جنرال عبدالرازق اڅکزی په (۱۹۷۹)م کال د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې زېږېدلی و هغه په قوم پښتون او په پښتنو کې بيا اڅکزی و.
د جنرال عبدالرازق پلار او اکا په کال (۱۹۹۴)م کال د طالبانو له لوري ووژل سول، د رازق اکا قومندان منصور نومېده، چې د اڅکزو قوم يو مخور قومندان و، طالبانو له خپل راتګ سره سم، قومندان منصور په  ټانګ پورې وتړی او په عام محضر کې يې وواژه.
جنرال رازق د ډيورنډ فرضي کرښې اخوا په چمن سيمه کې ژوند کاوه او خپل کاروبار يې درلود، کله چې طالبان واکمن ول هغه له عمره کم و، خو بيا وروسته يې پر (۲۰۰۱م) کال د طالبانو ضد ډلې یعنی افغان حوکومت سره يو ځای سو، تر (۲۰۰۱م) کال پورې يې دومره نوم نه درلود، هغه په هغمدي کال د افغانستان د سرحدي  پوليسو په ليکو کې دنده پيل کړه.
جنرال رازق د لومړي‌ځل د پاره په (۲۰۰۴م) کال د اګست په میاشت کي د طالبانو پر خلاف پراخ عمليات ترسره کړل، چې دې وخت کې رازق ته د سپین بولدک د سرحدي ځواکونو قومنداني ورکړل سوه او دی د سرحدي قواوو قومندان سو.
کله چې اسد الله خالد د ۲۰۰۶ کال په پای کې د کندهار والي سو، رازق د کندهار له والي اسد الله خالد سره نیږدې اړیکې جوړې کړې او هغه و چې ده ته د پوره امکاناتو سره د سرحدي لوا قومنداني ورکول سوه، وروسته چې خالد له دندې ایسته سو، رازق د کندهار امنیه قومندان وټاکل سو.
جنرال عبدالرازق د طالبانو او پاکستان ضد دريځ درلود، هغه تل پاکستان په افغانستان کې د ترهګرې په ملاتړ تورناوه او د دې ترڅنګ يې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان پوځ ته د هېڅ خوځښت اجازه نه ورکوله، هغه د پاکستان ضد شخص په نوم په افغانستان کې محبوبيت پیدا کړ.


هغه نن پنجشنبه د (۲۰۱۸، اکتوبر ۱۸) کال، ميزان مياشتې پر (۲۶)مه نېټه د کندهار ولايت پر مقام په وسلوال بريد کې ووژل سو، چې پړه يې طالبانو پر خپله غاړه واخيسته. په ياد بريد کې د کندهار والي او د ملي امنيت رييس په ګډون نور مهم کسان هم مړه او ټپيان سول

خبریال ډاټ کام

Lieutenant General Abdul Raziq Achakzai was an officer in the Afghan National Police. He was born in the town of Spin Boldak, Kandahar Province. He was a member of the Adozai Achakzai tribe of the Pashtuns. Razik's prominent uncle and father were killed by the Taliban, in 1994, as they rose to power in Kandahar

1979 - 2018

The copyright of this Video belongs to my Channel and VICE YouTube Network Channel: VICE News ONLY
6 سال پیش در تاریخ 1397/07/26 منتشر شده است.
6,244 بـار بازدید شده
... بیشتر