پاریس کې له اولمپیک لوبو مخکې پر ټرانسپورټ شبکې بریدونه - بي بي سي پښتو، نړۍ دا وخت

BBC Pashto
BBC Pashto
4.3 هزار بار بازدید - ماه قبل - د پاریس اولمپیک تر پیلېدو
د پاریس اولمپیک تر پیلېدو وړاندې له خنډونو سره مخامخ شوې دي.  د پرانیستو تر مراسمو مخکې د ښار د چټکو ټرېنونو پر شبکې څو ورانکاري بریدونه شوې دي. د فرانسې اورګاډي شرکت اېس اېن سي اېف وايي د چټکو ټرېنونو شبکه یې د دوی په وینا د "ورانکاري عمل" ښکار شوې ده. وايي هدف د دې شبکې او سیسټم فلجول و. د پاریس لوېدیځ،  شمال او ختیځ ته روان څو  اورګاډي  یې له امله اغېزمن شوې دي. خو چارواکو جنوب ته روان پر ټرېن څلورم برید شنډ کړی. د دې حملو له امله څه باندې اته سوه زره مسافر اغېزمن شوي دي.. مسووله اداره خبرداری ورکوي چې ګډوډي ښايي دغه شنبه او یکشنبه هم روانې وي. د فرانسې لومړي وزیر ویلي پولیس او استخباراتي ادارې د دې بریدونو د مسؤولینو موندلو او مجازاتو لپاره کار کوي.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht





Subscribe for more videos: https://www.seevid.ir/c/BBCPashto?s...
Youtube: @bbcpashto
Like us on Facebook: Facebook: bbcpashto
Follow us on Twitter: Twitter: bbcpashto
Instagram: Instagram: bbcpashto
ماه قبل در تاریخ 1403/05/05 منتشر شده است.
4,339 بـار بازدید شده
... بیشتر