Russian Free 20,000 Visa | A to Z Tutorial, Applying International Youth Conference in Russia 2024

Pohantoon پوهنتون
Pohantoon پوهنتون
3.5 هزار بار بازدید - 10 ماه پیش - د روسيې دولت لخوا راتلونکي
د روسيې دولت لخوا راتلونکي کال مارچ میاشت کې د سوچي په ایالت کې د نړیوال ځوانانو په ګډون د ۲۰،۰۰۰ نړیوال کنفرانس تابیا نیول شوې. د راپورونو له مخې د یاد کنفرانس فرمان د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین لاسلیک کړی او تمه ده چې د نړۍ ټولو هیوادونو څخه ځوانان چې د ۱۸ کلنو نه يې عمر لوړ دی ورته ومنل شي. یاد کنفرانس کې به ټولو ګډون والو ته په لاندې موضوعاتو د خبرو کولو، له نورو د اوریدو او همدا ډول د بحث لپاره وخت ورکړل شي:
• د انسانانو ټولنیز موضوعات
• چاپیریالي ستونځې
• نړیواله سوله او ټول شمولیت
• زده کړې او عامه پوهاوی
• اقلیمي بدلون
دا چې د یاد کنفرانس ټول موضوعاتو کې افغانستان لومړیتوب لري؛ نو همدا زرین چانس دی چې په ۲۰ زره ګډون والو کې به افغانانو ته په خورا لوړ شمیر کې ومنل شي. یاد کنفرانس نه دا چې د نړۍ څخه د راغلو ځوانانو سره د لیدلو، ناستو او خبرو کولو زرینه موقعه ده، بلکې تر څنګ په وړیا ډول د روسیې ویزه، روسیې ته د سفر او هلته د اوسیدا هم یو ښه فرصت دی.
یاد کنفرانس کې د ګډون ټولیز شرطونه په لاندې ډول دي:
• عمر باید له ۱۸ کلنو لوړ وي
• پاسپورټ باید ولري
• د ټولنیز کارونو او ځوانانو برخه کې فعال وي
• د خیریه موسسو کې د کار کولو مخینه ولري
• په انګلیسي ژبه د خبرو کولو او د پوهیدا توان ولري
دا ویډیو د همدې کنفرانس کې د نوم لیکنې ویډیويي لارښود دی. دا لارښود درسره پوره وګورئ، ځان پرې ښه پوه کړئ او همدې کنفرانس لپاره په وړیا ډول خپله نوم لیکنه ترسره کړئ.
د کنفرانس د نوم لیکنې لینک:
https://fest2024.com/en/participant?u...
هر ډول پوښتنې مو په کمنټ کې ځوابیږي. دا خبرتیا د نورو ملګرو سره هم شریکه کړئ. ملګري مو هم رامنشن کړئ.
#afghanistan
#europe
#afghanistan
#russia
#youth
#youthconference
#2024
#oppurtunity
#foryouth
#moscow
#freevisa
#visitrussia
#supportme
#like
#comment
#support
#and
#share
#viral
#trending
#foryou
#foryoupage
#youyubeshort
#youtube
10 ماه پیش در تاریخ 1402/06/15 منتشر شده است.
3,525 بـار بازدید شده
... بیشتر