څنګه جذاب شخص وه اوسو؟

Abdul Raqeeb Sail
Abdul Raqeeb Sail
2.3 هزار بار بازدید - 8 ماه پیش - څنګه جذاب شخص وه اوسو؟موږ
څنګه جذاب شخص وه اوسو؟

موږ ټول خوښوو چې د نورو په وړاندې جذاب او مینه ناک وه اوسو خو دغه کار څنګه ممکن دی؟
په رښتیا هم چې د خپلو عادتونو او چلندونو بدلول ساده کار نه دی خو ځینې داسې کارونه شته چې تاسو په اسانۍ سره کولی شي مینه ناکه څېره خپله کړئ.


۱. د سترګو اړیکه

لومړنی شی چې نور ستاسو په څېره کې ګوري هغه د باور حس دی، موږ په هغو خلکو چې باور پرې نه لرو ملګرتیا ورسره نه شو کولی، موږ په لاشعوري توګه د تکیې لپاره د باورمندو خلکو په لټه کې یو خو دا احساس څنګه له نورو سره په لومړۍ لېدنه کې هغوی ته انتقال کړو. ښکاره ده چې نورو ته د سترګو په اړیکو ټینګولو د ارامتیا احساس ورکولی شو، که تر اوسه مو دا کار نه وي کړی اوس هم ناوخته نه ده، همدا لاس په کار شئ او نورو ته د سترګو له لارې وښيئ چې تاسو د باورم وړ یاست.

۲. مسکا کول

هیڅکله د مسکا ځواک له پامه مه غورځوئ، خندا کولو له نورو سره د ښه اړیکو ټینګولو مهم لامل دی، نو مسکا وکړئ چې نور در څخه مثبت حس واخلي او له تاسو سره ارام وه اوسي.

۳. خپل موبایل مو په جب کې کېږئ

تر هغه پورې چې له نورو سره مو خبرې پای ته نه وې رسېدلې لطفا خپل موبایل مو په جت کې کېږئ کنه دا کار ستاسو د خبرو لپاره مزاحمت کوي، ستا او دمقابل کس ترمنځ اړیکه هم زیانمنوي.

۴. په ډاډ نورو ته لاس ورکړئ

مقابلو کسانو ته د خپل ځان ور پېژندلو بله ښه لاره په ډاډمنه توګه د لاس ورکول دي، که مړ غوندې لاس ورکړئ نو مقابلو کسانو ته منفي انرژي ولېږدوئ که تاسو قوي او استوار وه اوسئ نو نور هم مثبته انرژي اخلي او تاسو ورته مینه ناک ښکارئ، ان د هغه لاس په خپل لاس کې یوه شېبه کلک کړئ چې مینه مو حس کړي.

۵. نور په خپل نوم یاد کړئ!

کله چې تاسو نور په خپل نوم یادوي نو حتما له یوه ښه احساس برخمن کېږئ، ارواپوهان وايي چې له نورو سره د خبرو پر مهال د هغوی نوم په مکرره توګه ووایئ. د نورو نومونه په خوله راوړل تاسو عاطفي او مینه ناک ښکاره کوي که هغه په کور کې وي یا په دفتر کې، دا کار ستا او د هغوی ترمنځ د ډېر درنښت وړ ګرځي

 ۶. د نورو خبرو ته غوږ ونیسئ!

مخکې له دې چې څه ووایاست، وار له مخه د نورو خبرو ته په دقت غوږ ونیسئ چې څه وايي او وروسته په پوره ډاډ سره غبرګون وښيئ.

۷.  که مو نور تعریف کوي، د هغوی سم ځواب ورکړئ.

کله چې نور ستاسو تعریف کوي او ستاسو مثبت ټکي یادوي، نو تاسو هم متوجه اوسئ چې د هغوی سم ځواب ور کړئ، ورته ووایاست چې تاسو ماته په دې خبرو انرژي راکوي او تاسو خپله اصلا له ما بهتره یاست او زه زښت زیات خوښ شوم چې تاسو ماسره خپل تجربه او نظر شریکوئ.


۸. د بدن حالت ته مو پام وکړئ!

د پاڅېدو، کېناست، خبرو کولو او غوږ نیولو پر مهل مو د بدن حالت ته په دقت پام وکړی. بد حرکتونه مو نورو ته د ناارامۍ حس ورکوي او کېدای شي ستاسو د لرې والي لامل هم شي، په ډېره حوصله او په نزاکت سره حرکت وکړئ.

۹. د خبرو کولو پر مهال ټولو ته یو شان وګورئ!

که په یوه ډله کې خبرې کوئ نو ټولو ته یو شان ګورئ ترڅو ټول فکر وکړي چې ستاسو ورته پام شته او درنښت ورته لرئ له همدې امله هغوی هم تاسو خپل ټول پام اړوي که نورو ته د خبرو موقع نه ورکول کېږي تاسو یې وهڅوئ ورته وویاست چې ایا تاسو څه ویل غوښتل، په ډېره عاجزانه توګه نورو ته د خبرو حق ورکړئ.


۱۰. مکالمه مو په مینه پای ته ورسوئ!

هر خبرې چې د مکالمې په وروستیو کې یې تاسو وایئ پر نورو ډېر زیات اغیز کوي له همدې امله هغه خبرې په زړه پورې وټاکئ چې نور بیا ستاسو خبرو ته زړه ښه کړی او بیا – بیا اړیکه درسره ونیسي، لکه په دې ډول کولی شئ چې خپلې مکالمې پای ته ورسوئ: ما تاسو سره له خبرو کولو ډير خوند واخیست، یا دا هیله مند یم چې پاتې ورځ مو نیکمرغه تېره شي په دې خبرو تاسو مقابل کس د مینې او درنښت هیله ورکوئ او هغوی هڅوئ چې تاسو سره بیا تماس ونیسي.
8 ماه پیش در تاریخ 1402/10/04 منتشر شده است.
2,337 بـار بازدید شده
... بیشتر