جاغوري کې د خلکو په مالي ملاتړ د اوبو د یوه بند جوړولو چارې روانې دي
3.2 هزار بار بازدید -
3 ماه پیش
-
جاغوري کې د خلکو په
جاغوري کې د خلکو په مالي ملاتړ د اوبو د یوه بند جوړولو چارې روانې دي
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په دوه نیم میلیونه ډالره لګښت د اوبو د یوه بند جوړلو چارې روانې دي او تر اوسه نږدې پنځوس سلنه جوړ شوی دی.
د اوبو دغه بند د غزني له مرکزه شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لرې د جاغوري ولسوالۍ د غجور سیمې د سنګ جوی لومان په کلي کې د لومان په نوم جوړېږي.
د سیمې یوه قومي مشر فرهاد اخلاصي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې سیمې اوسېدونکي چې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، له ډېرې مودې راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ وو.
نوموړي وویل، شاوخوا دوه کاله مخکې د سیمې اوسېدونکو د دې ستونزې د حل په موخه هوډ وکړ څو په خپل لګښت د غجور سیمې په سنګ جوی لومان سیمه کې د یوه بند جوړولو چارې پیل کړي چې تر دې مهاله یې ۵۰ سلنه چارې مخته تللې دي.
هغه زیاته کړه: «د دغه بند په جوړولو به اوبه مهار شي، د سېلابونو راوتلو مخنیوی به وشي، تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینې به پياوړې شي، کارېزونه به له اوبو ډک شي او کرنه به ورسره وده وکړي.»
3 ماه پیش
در تاریخ 1403/04/07 منتشر شده
است.
3,235
بـار بازدید شده