د ولسمشر سردار محمد داود خان د ژوند وروستي 24 ساعتونه، جاوید احمد وفا، کابل، افغانستان،

Javid Ahmad Wafa جاويد احمد وفا
Javid Ahmad Wafa جاويد احمد وفا
63.2 هزار بار بازدید - 2 ماه پیش - د داود خان د ژوند
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
بي بي سي پښتو پاڼه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو زړه بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
په تېرو کلونو کې هغه عوامل په پراخ ډول څېړل شوي چې د افغانستان لومړنى جمهوريت يې تر لنډ ژوندانه وروسته ونړاوه. د مشرانو غفلت، د کيڼ لاسو گوندونو بې کنټروله آزادي، د دفاع وزارت په مشرتابه کې مرگوني کمزوري او د کاري استخباراتو نشتوالى د دغه لړ څو بېلگې جوړوي.
خو په دې ټول بهير کې د ولسمشر محمد داود خان ځاى چېرته دى؟ هغه مهال چې مرگ يې په څو قدمۍ کې و، څه احساس يې درلود؟ آيا د ځان او خپل نظام د ژغورنې ټولې لارې پرې تړل شوې وې؟ او آيا خپل ټول امکانات يې وکارول؟
هڅه کوو په دې لنډه لیکنه کې يو ځل بيا د ولسمشر محمد داود خان د ژوندانه پر آخري گامونو تېر شو او د وروستيو شېبو په روحي حالت يې ځان وپوهوو.
د دې موخې لپاره بی بی سي د هغه د کورنۍ له پاتو غړو، نژدې ملگرو، د کابينې له غړو، د جمهوري گارډ له افسرانو ، د کور له کارکوونکو او دغه راز له يو شمېر کودتايي افسرانو او مشرانو سره مرکې کړي او دا انځور یې چمتو کړى دى.
2 ماه پیش در تاریخ 1403/02/23 منتشر شده است.
63,253 بـار بازدید شده
... بیشتر