پر انتفاعي معاملو د ماليې اظهارليک

Afghanistan Revenue Department
Afghanistan Revenue Department
1.8 هزار بار بازدید - 4 سال پیش - انتفاعي (درې مياشتنی) اظهارليکد انتفاعي
انتفاعي (درې مياشتنی) اظهارليک
د انتفاعي (درې مياشتني) اظهارلیک د وړاندې کولو لپاره دغې پتې (ardes.ard.gov.af) ته سر ورښکاره کړئ او خپل کاروونکی نوم او پټنوم مو د عوايدو لوی رياست د برېښنايي اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم په اصلي پاڼې کې ورکړئ.
وروسته د اظهارليکونو برخې ته په ورننوتو سره د ناوړاندې شويو اظهارليکونو برخه پرانيځئ.
بيا د انتفاعي ماليې برخې ته په ورتلو سره د خپل مکلفيت دوره مو وټاکئ.
د گمرکي مخکې ورکړې او م- ۱۶ د لرلو پر مهال د معاملې د مبلغ ځای کې د تاريخ او نظر تر ليکلو وروسته د ثبت تڼۍ کلېک کړئ؛ وروسته په يوولسمې کرښې کې د عوايدو ټول ټال په ليکلو سره د لېږد تڼۍ کلېک کړئ.
د لېږد تڼۍ په کلېک کولو سره د محاسبې پاڼې ته ورسيخېږئ. په دغې پاڼې کې د ورکړې وړ ماليه، د اظهارليک د ځنډ جريمې او د ورکړې د ځنډ جريمې کتلی شئ او که د تصحيح اړتيا وينئ، د ارزيابۍ بدلون تڼۍ کلېک کړئ او وروسته د پي ډي اېف تڼۍ په کلېک کولو سره اظهارليک په آتومات ډول ښودل کېږي. تاسې يې چاپولی شئ او که چېرته ورکړه يا تحويلي درباندې پاتې وي، د مالياتو د لومړنۍ تصفيې لپاره بانک ته رجوع وکړئ.
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی
4 سال پیش در تاریخ 1399/03/13 منتشر شده است.
1,870 بـار بازدید شده
... بیشتر