ممنون مقصودی دیکلمه. شعر: د وطن مور

3Б Dawran
3Б Dawran
4 هزار بار بازدید - 4 سال پیش - زمانه شوله آخرهعجیبه خبرې اورمدوطن
زمانه شوله آخره

عجیبه خبرې اورم
دوطن مورته چا داسې وویلې


لاروی

ای دوطن مورې!

په ما ګرانې په زړه پورې

زار قربان دی د میرو شه

دسپیرو شړو دشتو شه

خو لعنت دی په بچو شه!

ای دوطن مورې په ما ګرانې

نن اختر دی، بختور دی

داکمیس دی پرون تور وو

نن هم تور دی

خړ پرتوک دی څیری څیری

نوی نه شو

خو اختر دی مبارک شه

ګرانې مورې!


ای دوطن مورې ښه دی ښه دی

چی پرتوک دی خړبخن دی

څیری، څیری دهیچا نه په کاریږی نه خرڅیږی

ځکه ستا بچی دیر زښته نارینه دي

خرڅوی دمور پرتوک هم


ای دوطن موری ستا بچی څنګه بچی دی؟

انسان نه دی

دی پخپله هم هیڅکله

ځانته نه وایی "انسان" یم

کله وایی "زه مرغه یم" بیا پیښی کړی در مرغانو

کله وایی "ځناور" یم په څلورو شی روان بیا

*

ای دوطن موری ستا بچی خو انسان نه دی

راته ووایه خپل راز اوس تاراوړی دی له کومه؟

له کوم اصله، له کوم ذاته، له کوم نسله؟

*

ای دوطن موری راته ووایه خپل راز اوس

ته چی پیغله ښایسته وې څه پسات درباندې وشو؟

دانګړ ترشا بیدیا کې ستا کوم غل دلاری مل شو؟

یا دشپی په تروږمی کې څه بلا وه؟ په پالنګ دروختله

*

ستا بچی وایي "ّځناوریم"

خو باچا د ځناورو

زه یم زمری په دې نړی ترما اتل نشته

بل په کابل نشت، بل په زابل نشته

په رښتیا چی ځناور دی خو، باچا د ځناور بی کسانو،

بی وزلانو ته شین پړانګ دی

غوښی خوری دکونډو رونډو یتیمانو

ماتوی ورور او تربور خپل چی زور زیات ورباندی برشي

نو، ګیدړ شي چل وټی کړي ځغلوي درکور چرګان بیا

*

دا عجیبه ځناور دی ځکه هیڅ ځناور داسی کاتې نه کا چی قوی وی خپل خپلوان خوری خپل همنوعی ناتوان خوری بیا چی زور ورباندی برشی څوړ غوږونه لکه خرشی ملایې ماته ظلم او زور ته تسلیمیږی استبداد ته غاړه کیږدی هم دده له برکته استبداد راپیدا کیږی ساتل کیږی هم بیداره، وفاداره دقدرت درګاه ستاتینه در زړو جامو خاوند ته غاپی لاپی

*

ای دطن موری راته ووایه خپل راز اوس

انسانان خو داسی نه وی

*

کله وایي زه مارغه یم جګ پروازې، لوړ همتې ډرنیکه زما عقاب دآریانا دی

*

ای دوطن موری خدای ته ګوره کیسه دی راته وکه چی مارغه ته څنګه واده شوی؟ څه دروشو؟ انسانان خو داسی نه کړی هګی نشی اچولای

*خو داڅرنګه عقاب دی؟ بی غیرته؟ چی شاهین پری راښکاره شي له اوچته

داسرکوزی ووښو لاندی پتیږی سرپه خاورو کې دننه لکی پورته دی عقاب نه دی، تپوس دی لتوی په دیرانونوکې مردارې ګنده یی کړې شودیارې***ای دوطن موری په ما ګرانی په زړه پورې دابچی که ستا بچی وي تف لعنت دی په داهسی زیږیدوشه

*

مور لارویه، زما زویه ځوانی مرګ شې ګدې وډې نورې بس کړه تپوسونه رانه مه کړه پیغله مسته بې خبره د دنیاوم په هوا به ګرځیدمه ترڅو نا څاپه لینګی مې په هوا شول خبر نشوم څه را وشو ای زما نا اهله زویه! څه تپوس کړی؟ دا زړی خبری ولی یادوي ته؟ په پرهار باندی مې مالګی دوړوې ته تیروختونه خو تیرشوې اوس ماښام دی شپه نږدی ده تیری شوی زمانی څه پکاریږی؟ دانن شپه راته بلا ده دسبا ورځی ډاریږم

*

په ما هر پسات چې کیږی دشپی کیږی

وهل کیږم، تړل کیږم په تورتم کې

چی سبا شی بیا خبرشم چی بچو،

خپلی بچو یمه تړلی یوه بل نوی میړه ته یې واده کړی

*

یو تربور یې وی شړلی بل تربورته یې ورکړې په دی شانی خرڅوی ما په ظالمو، مستبدو، زورورو په بار، بارې ودوي ما عمرتیرشو ناویتوب می نه ختمیږی داچی وایی ته ورته تاریخ وای څه بیان کړی؟ داسی وایې، "یوه ناوی و
4 سال پیش در تاریخ 1399/01/02 منتشر شده است.
4,007 بـار بازدید شده
... بیشتر