Ta Che Pa Khob Ke Razei ۔ Ijaz Ufaq

Ijaz Ufaq 2.0
Ijaz Ufaq 2.0
176.4 هزار بار بازدید - 2 سال پیش - ته چې په خوب کې
ته چې په خوب کې راځې، ته چې په خيال کې راځې
سپينې شاهينې وايه، کله په جال کې راځې؟

زه چې ماڼۍ جوړوم، د تصور د دنيا
په هره خښته کې ته، په هر ديوال کې راځې

د بنګړو شړنګ دې خيژي، له پايزېبونو سره
د پښتنو کلي ته، په وريښمين شال کې راځې

د سنځل ګلووږمې، د ګلابونو غونچې
هم په هنر کې راځې، هم په کمال کې راځې

وزير د عقل مې خورې، شطرنج د‌ مينې کوې
چې کشت مات راکوې، په کوم يو چال کې راځې؟

راشه ځواب شه زما، ښکلی کتاب شه زما
زه بې ځوابه يمه، په هر يو سوال کې راځې

زه چې شراب راواخلم، نشه نشه پکې ته
زه چې رباب راواخلم، په سروتال کې راځې

نری باران يې زما، لمر د اسمان يې زما
د تورو غرونو پر سر، په زرغون ټال کې راځې

زه چې لمانځه ته روان، د‌ خدای کاله ته روان
په ترنم ترنم، غږ د بلال کې راځې

په زړه مې چک لګوې، لکه غزل دکاروان
اخ د لونګو غوټې، په شنه دسمال کې راځې

شاعر: پير محمد کاروان
سندرغاړی: اعجاز افق

#IjazUfaq #PashtoNewGhazal #PashtoSong
2 سال پیش در تاریخ 1401/09/17 منتشر شده است.
176,425 بـار بازدید شده
... بیشتر